اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

یمني چارواکو د دغه هېواد پر بېلابېلو سیمو د ۴۷ برتانوي او امریکايي هوايي بریدونو اعلان وکړ

ډید خبري اژانس: د یمن حکومتي چارواکو ویلي، چې په تېرو ساعتونو کې د دغه هېواد بېلابېلې سیمې د امریکا او برتانیا ۴۷ الوتکو په نښه کړي دي.

خبری سرچینو د صنعا په آسمان کښې د امریکې او برتانیې د جنګی الوتکو د الوتنې او د یمن په پلازمینې صنعا کښې د څو پرله پسې چاودنو د غږیدو خبر ورکړی دی.

ويل کيږي چې امريکا او انګلستان د يمن په بيلابيلو سيمو کې تر ٢٢ زيات هوايي بريدونه کړي دي خو د يمن د وسله والو ځواکونو وياند ويلي دي چې امريکا او انګلستان په تيرو څو ساعتونو کې په يمن کې ٤٧ هوايي بريدونه کړي دي.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند زیاته کړه چې «دا بریدونه به موږ د غزې د خلکو د ملاتړ مخه ونه نیسو او موږ به یې بې سزا نه پریږدو».

یو ساعت مخکې، د برتانیا سمندري امنیتي شرکت اعلان وکړ چې دوی په باب المندب سیمه کې د سمندري امنیتي پیښې په اړه راپور ترلاسه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په سور سمندرګي کې د امریکايي او بریتانوي ځواکونو او د یمن د انصارالله تر منځ نښتې په چټکۍ سره زیاتې شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا