اسلایدشوبشری حقونهروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د اشغال او محاصرې له امله دوه میاشتنی فلسطینی ماشوم د لوږې له امله مړ شو

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، په غزه کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې د «چاودنې» په اړه د ملګرو ملتونو له خبرداري وروسته دوه میاشتنی محمود فتوح په روغتون کې د لوږې له امله مړ شوی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، څو ورځې وروسته له هغې چې ملګرو ملتونو پر غزې د اسراییلو د برید له امله د ماشومانو د مړینې د «چاودنې» خبرداری ورکړ، د دغه ښار په شمال کې یو دوه میاشتنی فلسطینی ماشوم د لوږې له امله مړ شو.

محمود فتوح د جمعې په ورځ د غزې ښار په الشفا روغتون کې مړ شو.

يو تن ژغورونکي چې دغه ماشوم يې روغتون ته رسولى وايي چې محمود د خوارځواکۍ له امله مړ شوى دى.

هغه د یوه ویډیويي پیغام له لارې ویلي: موږ یوه ښځه ولیدله چې خپل ماشوم یې له ځانه سره لېږداوه او چیغې یې وهلې او مرسته یې غوښته. د هغې ژیړ ماشوم داسې بریښي چې وروستی تنفس کوي.

د محمود مړینه په داسې حال کې کیږي چې اسراییلي رژیم محاصره شوې سیمې ته د لا زیاتو مرستو اجازه ورکولو لپاره د نړۍ غوښتنې ته سترګې په لار دي.

ملګري ملتونه وايي، په غزه کې شاوخوا ۲،۳ میلیونه وګړي اوس د قحطۍ په څنډه کې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا