اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

هند د «فارمت مسکو» په غونډه کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت له جوړېدو ملاتړ وکړ

دید خبري آژانس: هند د روسیې په کازان ښار کې د افغانستان په اړه د مسکو په راتلونکې غونډه کې چې د سپټمبر په ۲۹ نېټه جوړېږي، ګډون کوي.

د نوي ډهلي لومړنی تمرکز به د ستراتیژیکو ګټو په ساتلو او د یوه ټول شموله حکومت په ملاتړ وي چې د افغان ټولنې د ټولو برخو حقونه خوندي کړي.

د دې غونډې موخه چې د روسیې په کوربه توب جوړېږي، په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت له رامنځته کېدو څخه ملاتړ دی چې د ټولو سکتورونو او توکمونو د ګټو استازیتوب وکړي.

د مسکو فارمټ غونډه چې په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوې، د روسیې له خوا پیل شوی سیمه ییز امنیت خبرې اترې دي.

دا هغه هیوادونه چې د افغانستان له ثبات سره علاقه لري، د ایران، روسیې، چین، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون راغونډوي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې طا-لبان هم ګډون کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا