روستي خبرونه

مه کوه په چا، چې و به شي په تا

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت پچيراګام ولسوالۍ کې د خپل ماین چاودنې له امله ۷ تنه داعش وسله ووژل شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د چنګاښ په ٢٨مه وويل چې دا چاودنه پرون د  پچيراګام ولسوالۍ د ګودرې په سیمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چاودېدونکي توکي چې داعش وسله والو ترې ماینونه جوړول، د ملتان جان په نوم د يوه کس په کور کې ځاى پر ځاى شوي وو.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، داعش وسله والو په ياد کور کې ماينونه جوړول چې يو ماين پرې چاودنه کړې او اووه کسان یې وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، افغان ځواکونو په پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش وسله والو ګڼ  چاودېدونکي توکي له منځه وړي.
د ننګرهار د والي وياند دا خبر تایيد کړ خو په دې اړه يې جزئیات ورنه کړل.
داعش وسله والو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا