اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

امریکا او بریتانیا د طالبانو رسمیت پېژندل له بشري حقونو سره مشروط کړل

د امریکا ولسمشر او د بریتانیا صدراعظم په خپل منځ کې په خبرو کې موافقه وکړه چې طالبان به په هغه صورت کې د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپېژني چې بشري حقونو ته غاړه کښېږدي.


ولسمشر جو بایډن او صدراعظم بوریس جانسن په سپینه ماڼۍ کې په کتنه کې وویل، په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي او د تېرو ۲۰ کلونو د بریاوو د ساتنې لپاره به له ټولو دیپلوماتیکو حربو کار واخلي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له لوري له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، دواړو خواوو په دې لړ کې پر هغو پرمختګونو خبرې وکړې چې د افغانستان په اړه د نړیوالو همږغیو لپاره تېره میاشت د اوو ډلې په غونډه کې وشول.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې بایډن او جانسن په دې هم سلا وکړه چې د طالبانو هر راز نړیواله رسمیت پېژندنه باید په همږغۍ وي او د دې ډلې له لوري د بشري حقونو له رعایتېدو سره وتړل شي.
د امریکا ولسمشر او د بریتانیا صدراعظم دیپلوماتیکې لارې چارې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره تر ټولو ښې لارې بللي او دا یې د هغو کسانو د درنښت لپاره تر ټولو غور کار بللی چې په افغانستان کې یې ځانونه د سولې د ټینګښت په لاره کې قربان کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا