اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

د ټاپي پروژې د چاپیریال ساتنې اړوند جواز لیک لاسلیک شو

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې نن، د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پترولیم وزارتونو د استازو په حضور کې د ټاپي لیمټډ پایپ لاین کمپنۍ عامل مدیر ته د ټاپي پروژې د چاپیریال ساتنې اړوند جواز لیک ورکړ.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې نن، د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پترولیم وزارتونو د استازو په حضور کې د ټاپي لیمټډ پایپ لاین کمپنۍ عامل مدیر ته د ټاپي پروژې د چاپیریال ساتنې اړوند جواز لیک ورکړ.
په ورته وخت کې په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، اجمل احمدي، چې د پنجشنبې په ورځ یې په همدې تړاو په یوه خبري ناسته کې وینا کوله، زیاته کړه: د افغانستان حکومت د چاپیریال ساتنې د سټنډردونو په ګډون له غوره نړیوالو سټنډرډونو سره سم د ټاپي پروژې له پلي کېدو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
احمدي زیاته کړه چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې اړوند د ماین پاکۍ سروې، د ټولنیزو او چاپیریالي اغېزو سروې، د ځمکې د پلان جوړونې او استملاک سروې، جیوتخنیکي سروې او لیدر (بتیمتریک، توپوګرافي) سروې بشپړې شوې دي.
په همدې حال کې د ټاپي لمټډ پایپ لاین کمپنۍ عامل مدیر، محمد میرات امانوف، دې ته په ټینګار سره چې د چاپیریال ساتنې او ساتندویه اړتیاوې د یوې پروژې د پیل مهمې برخې دي، زیاته کړه: هڅه شوې چې د ټاپي پروژې ساتندویه اړتیاوې د نړیوال بانک، آسیا پراختیایي بانک او IFC له سټنډردونو سره مطابقت ولري
امانوف وویل: د ټاپي نل لیکې پروژه دوه پړاوونه لري په لومړي پړاو کې به یوه نل لیکه چې په کال کې د ۱۱ بیلیون کیوبیک مترو ګازو د لیږد وړتیا لري نصب شي او په دوهم پړاو کې اټکل شوې چې ۶ پايې کمپریسوره نصب شي، چې د نل لیکې ظرفیت به نور هم لوړ کړي.
د دغو دواړو پړاوونو په بشپړیدو سره به په کال کې ۳۳ بیلیون کیوبیک متر طبیعي ګاز د یادې نل لیکې له لارې د یوې زماني دورې یعني ۳۳ کلونو لپاره و لیږدول شي.

د کانونو او پترولیم وزارت مرستیال، سید محبوب الله رباني دې ټکي ته په ټینګارچې د ټاپي پروژې پلي کول نه یوازې د هوا او د ژوند د چاپیریال د ککړتیا د کمولولامل ګرځي بلکې زموږ هیواد ته د پاکې ایکولوژیکي انرژۍ سرچینې وړاندې کوي. هغه زیاته کړه د ټاپي د پروژې نه د برېښنا د ترلاسه کولو لپاره د ګازو چمتو والی چې د انرژۍ لامل ګرځي د سون د نورو توکو او انرژۍ لکه د ډبرو سکرو ، ډیزلو او نفتو د انرژۍ ځای ونیسي چې د کاربن ډای اکساید د خپریدو د راکمولو لامل به وګرځي.
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رییس، شاه زمان میوندي،ټاپي پروژې ته د چاپیریال ساتنې اړوند جواز لیک په ورکړې سره وویل: د ټاپي شرکت د ټاپي پروژې د مالک په توګه د چاپیریالي او ټولنیزو اغیزو د ارزونې رپوټ چمتو او د چاپیریال ساتنې جواز لیک د اخیستو لپاره یې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ته وړاندې کړی وو.
ده زیاته کړه چې دغه رپوټ د چاپیریال د قانون او مقررې مطابق د چاپيریال ساتنې د ملي ادارې د متخصصینو د ټیم لخوا په دقیقه توګه ارزول شوی او له تخنیکي بحثونو وروسته د تایید وړ ګرځیدلی دی.
د ټاپي پروژه د افغانستان د اقتصاد لپاره فوق العاده اقتصادي پراختیا رامنځته کوي، ځکه له طبیعي ګازو څخه د برېښنا تولید له ډیزلو او نفتو څخه خورا ارزانه دی. دغه پروژه طبیعي ګازو، صنعتي کیدو او پانګونې ته لاسرسی په خوځښت راولي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا