اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برېښنا ۵۰ سلنه کمه شوې

ډید خبري اژانس: افغانستان ته له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا کچه ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

د برېښنا شرکت د یکشنبې په ورځ (قوس۱۲) اعلان وکړ چې له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا کچه د نن ورځې لپاره ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

دغه شرکت د برېښنا د کمښت لامل د ازبکستان د برېښنا د تاسيساتو بيا رغونه بولي.

د برېښنا شرکت وايي، له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا په کمېدو سره، سربیره د خلم او خنجان صنعتي پارکونو او سب سټیشنونو ته، په سمنګان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګو، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې هم د برېښنا د پرې کېدو کچه لوړه شوې ده.

په ورته وخت کې د برښنا شرکت د قوس په دویم کې هم اعلان کړی و، چې د ازبکستان د برېښنا د تاسیساتو د بیارغونې له امله له هغه هېواد څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا کپه د یوې ورځې لپاره ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

د برېښنا شرکت دغه راز ویلي، چې په بلخ، سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، کابل، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګو، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې به د برېښنا د پرچاوۍ کچه لوړه شي.

افغانستان تر ډېره له ګاونډیو هېوادونو څخه پر وارداتي برېښنا تکیه کوي.

افغانستان تر ټولو ډېره برېښنا له ازبکستان او ترکمنستان څخه واردوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا