اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د سولې د پرمختګونو په اړه د سولې په چارو کې د دولت د وزیر او د متحدو ایالتونو د سفیر د مرستیالې لیدنه

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د امریکا د متحدو ایالتونو د سفیر له مرستیالې آغلې کرن دیکر او د دغه هېواد د سفارت د سولې برخې له مسوول ښاغلي ډنټ پراډيسو سره وکتل او د سولې د بهیر پر پرمختګونو او د قطر د خبرو پر اړوندو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

د دید خبری آژانس په رپوت، آغلې دیکر په دوحه کې د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو تر منځ خبرو ته په اشارې سره وویل چې طالبانو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته د تاوتریخوالي د کمولو طرحه وړاندې کړې ده او دا ډله به د خپلې طرحې جزئیات شریک کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دوحې د خبرو اترو په اړوند وویل چې د طالب زندانیانو اړوندې چارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت واک دی او په دې برخه کې حکومت پر اړینو او اغېزناکو اقدماتو کار روان کړی.
همدارنګه ښاغلي رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزارت د وروستیو هڅو په اړه وویل چې له سیاسیونو سره د ده لیدنې ګټورې وې او دا څرګندوي چې ډېری سیاسیون د سولې د بهیر په ډېریو مسایلو کې له حکومت سره همغږي دي او حکومت به د ټولو سیاسیونو نظرونو او طرحو ته پام کوي.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي وویل چې د سولې بهیر د سیاسي اجماع د پیاوړتیا لپاره وزارت خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا