اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

د پوهنې وزارت عواید د تېر کال په پرتله زیات شوي دي

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت ویانده وایي، چې د دغه وزارت د ۱۳۹۷ کال عواید د تېر کال په پرتله ۳ سلنه زیات شوي دي.

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت ویانده وایي، چې د دغه وزارت د ۱۳۹۷ کال عواید د تېر کال په پرتله ۳ سلنه زیات شوي دي.
نوریې نزهت زیاته کړه، چې پوهنې وزارت په ۱۳۹۷ کال کې خصوصي تعلیمي موسسو ته د جواز ورکولو، د تصدیق پاڼو د چاپ د خدمتونو، د انفرادي اشخاصو او حقوقي شخصیتونو د جریمې، د داوطلبۍ او آفرونو په پروسه کې د ګډون حق او د تېر کال د لګښتونو او معاشونو د بیاځلي ورکړې له لارې ۵۸ میلیونه او ۴۰۶ زره او ۷۰۵ افغانۍ عاید درلود.
دغه راز نزهت وایي، چې د دې شمېرې له مخې د پوهنې وزارت د روان کال عواید د ۱۳۹۶ کال په پرتله یو اعشاریه اووه میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښیي.
د پوهنې وزارت ویانده زیاتوي، چې د دغه وزارت د ۱۳۹۷ کال عادي بودجه سل سلنه لګول شوې او د پراخیتایي بودجې د لګښت کچه یې څه باندې ۸۵ سلنې ته رسېدلې ده.
ویل کېږي، چې د پوهنې وزارت سرپرست، داکټر محمد میرویس بلخي روان کال د مرغومي په ۵مه نېټه د پوهنې په لومړني ملي سمپوزیم کې ټینګار وکړ، چې د پوهنې وزارت دې له مصرفونکي وزارت څخه په عاید لرونکي هغه بدل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا