اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني د کابل ښار د دریم امنیتي زون کړنې وارزولې

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابل ښار د دریم امنیتي زون د کړنو د ارزونو په موخه امنیتي غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابل ښار د دریم امنیتي زون د کړنو د ارزونو په موخه امنیتي غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د دید خبرۍ آژانس په رپوت، په دغه غونډه کې چې د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال، ستر امنیتي معین، د کابل امنیه قوماندان او د کابل ښار د دریم امنیتي زون مسئولینو او د حوزو امرینو هم حضور درلود، د یاد زون امنیتي مسئولینو په امنیتي بنسټونو کې د اصلاحاتو، خلکو ته د غوره امنیت تامین او له جرمي شبکو سره د مبارزې په اړه خپل راپور جمهوررئیس ته وړاندې کړ.
جمهوررئیس غني د هغوی د راپور تر اورېدو وروسته وویل، زه او خلک د کابل پولیسو له کړنو خوښ نه یوو او تاسو تر اوسه نه یئ توانیدلي چې د خلکو امنیتي ستونزې او د جرمونو کچه راکمه او د قناعت وړ پایلې ترلاسه کړئ.
جمهوررئیس د کابل پولیسو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې د غوره امنیت تامین، فساد ضد مبارزې او اصلاحاتو په برخه کې ځان ثابت کړي او زیاته یې کړه، د خلکو امنیتي ستونزې باید په بنسټیز ډول حل شي او د امنیت په تامین کې د خلکو مشارکت مهم دی.
د هیواد جمهوررئیس وویل، په کابل ښار کې اوس هم جرایم د خلکو ژوند ګواښي او خلک د خوندیتوب احساس نه کوي. هغه زیاته کړه، د نشه یي توکو د قاچاقبرانو، جرمي شبکو او قانون ماتونکو پر وړاندې دې جدي اقدامات وشي، د نشه یي توکو د قاچاق او پلور مخنیوی دې وشي او په امنیتي بنسټونو کې دې اساسي تغییرات او اصلاحات راوړل شي.
هغه امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د مفسدینو او فساد جدي مخنیوی وکړئ او د کابل ښار د پولیسو په هره کچه کې باید د فساد ضد جدي مبارزه وشي او په ټینګار سره یې وویل، یوازې بنسټیز تغییرات او اصلاحات خلکو ته خوندي چاپیریال رامنځته کولی شي.
جمهوررئیس وویل، د کابل لپاره دې منظم او هر اړخیز امنیتي پلان طرحه او تر جدي څار لاندې عملي شي، ترڅو په کابل ښار کې بشپړ امنیت تامین شي .
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د پولیسو په لیکو کې اصلاحات د پرمختګ لامل ګرځي او زیاته یې کړه، د ملي پولیسو ښه کارونه باید وستایل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا