روستي خبرونهسیمه

پاکستان کې د غېر راجستر افغانانو د ثبت لړۍ به د روانې جولایي میاشتې په پنځلسمه نېټه پېل شي 

پېښور کې د افغان مهاجرینو اداره وایي، پاکستان کې د غېر راجستر افغانانو د ثبت لړۍ به د روانې جولایي میاشتې په پنځلسمه نېټه پېل شي
د دغې ادارې له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د ثبت لړۍ به شپږ میاشتې وخت ونیسي او دغې پروسه کې به له پنځو تر شپږو لکو غېر راجستر افغان کډوال ثبت شي.
اعلامیه کې ویل شوي، پاکستان کې به د ثبتولو د پروسې له پاره ټول یوویشت مرکزونه پرانېزي چې یوولس به یې خېبرپښتونخوا، پنځه بلوچستان او پنځه په سند او پنجاب کې وي.
د مهاجرینو ادارې له ټولو غېر راجستر کډوالو غوښتي چې په دغه پروسه کې برخه واخلي. ادارې خبردارۍ ورکړی که څوک یادې پروسه کې برخه وا نخلي؛ نو د پاکستاني حکومت له قانوني چلند سره به مخ شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا