اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د ژغورنې ملي شورا:

د دشت برچي چاودنه د امنیت د تامینولو د دروغجنې ادعا څرنګوالی ښيي

دید خبری آژانس: د افغانستان د نجات ملي مقاومت شورا د کابل د برچي د چاودنې په غبرګون کې وايي چې دا چاودنه د امنیت د تامین په اړه د «دروغجن ادعا» بڼه ښيي.

د نجات ملي مقاومت شورا د جمعی په ورځ (جدي ۲۲) یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې په هېواد کې د دا ډول بریدونو ترسره کول د طا-لبانو له خوا په افغانستان کې د ملي امنیت د برابرولو د «دروغ ادعا» بڼه په ډاګه کوي.

دغې شورا په ډاګه کړې، چې طا-لبانو ته د واک په سپارلو سره په هېواد کې بشري حقونو ته درناوى له منځه تللى او د هېواد امنيتي، اقتصادي، سياسي، فرهنګي او ټولنيز نظم له منځه تللى دى.

د نجات ملي مقاومت شورا له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې په ګډه د دیموکراسۍ د بیا راتګ او د خلکو د خوښې وضعیت د رامنځته کولو لپاره له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره لازم او جدي اقدامات وکړي.

دا غبرګون په داسې حال کې مخې ته راځي، چې د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا