افغانستانروستي خبرونه

وکیلان:

 امریکایانو په تېروتنه نه، بلکې قصداً پر افغان ځواکونو بمبار کړی دی

د ولسي جرګې غړو په هلمند کې د امریکايي ځواکونو له لوري د افغان پولیسو بمبارول ستر جنایت بللی دی. د ولسي جرګې د غړو په وینا د امریکايي ځواکونو له لوري د هلمند په ګرشک کې د افغان پولیسو بمبارول تېروتنه نه، بلکې یو قصدي عمل دی. د ولسي جرګې د غړو په خبره امریکا له دومره پرمختللې تکنالوژۍ سره هېڅ وخت تېروتنه نه شي کولای، بلکې په لوی لاس غواړي افغان ځواکونه کمزوري او ترهګر پياوړي کړي. د ولسي جرګې د غړو په وینا امریکا قصداً غواړي له ترهګرو سره مرسته وکړي او په لوی لاس یې پر افغان ځواکونو برید کړی دی. د ولسي جرګې غړي زلمي خان مجددي د ننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې وویل، چې د امریکایانو له لوري د افغان ځواکونو بمبارول لومړنۍ پېښه نه ده، بلکې دا پېښې څو څو ځله تکرار شوې دي، خو امریکا یې تېروتنه بولي. د نوموړي په وینا دا یو ستر او تاریخي جنایت دی چې امریکا یې باید په اړه ځواب ووايي. مجددي زیاته کړې، دا برید د طالبانو او نړیوالو ترهګرو د ملاتړ په موخه تر سره شوی دی او افغان حکومت باید ملي او نړیوالو ادارو ته د امریکا ددغه وحشت په اړه شکایت وکړي. هېره دې نه وي چې امریکايي ځواکونو تېره ورځ د هلمند په ګرشک کې د ملي پولیسو یوه پوسته په نښه کړې او نږدې ۱۵ افغان پولیس یې وژلي دي. د امریکا ددفاع وزارت دغه برید منلی دی خو هغه یې تېروتنه بللې ده.

سپوږمۍ راډیو

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا