اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

قطر: افغانستان د راتلونکي لپاره روښانه نقشه نه لري

ډید خبري اژانس: د قطر د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ، چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د افغانستان د خلکو لپاره روښانه لار نقشه نه ده ټاکل شوې.

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په سنګاپور کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انسټیټیوټ (IISS) له خوا په جوړ شوي پروګرام کې په یوه بیان کې وویل چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته دا ممکنه نه ده چې د افغانستان لپاره د یوې روښانه لارې نقشه وټاکل شي.

آل ثاني دې ته په اشارې سره چې قطر له طالبانو او امریکا سره په تماس کې دی وویل: موږ باور لرو چې له طا-لبانو سره د خبرو نه کول به یوه خلا رامنځته کړي او په افغانستان کې کړکیچ لاپسې ژور کړي. له بده مرغه چې د امریکا له وتلو وروسته د افغانانو لپاره د لارې نقشه مشخصه نه شوه.

هغه همداراز د ایران او سعودي عربستان تر منځ د شوې هوکړې په اړه د دوحې د ملاتړ یادونه وکړه او ویې ویل چې دا هوکړه به په سیمه کې د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا