اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمهم مطالبنړۍ

د پاکستان ټاکنې؛ د ایتلافي حکومت د جوړولو امکان!

ډید خبري اژانس: په پاکستان کې سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان د دوو سترو مسلم لیگ او خلک پارتی ګوندونو مشرانو نواز شریف او اصف علي زرداري احتمالاً د ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره سره لیدلي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، نواز شریف د ټاکنو د ګټلو ادعا کړې او اعلان یې کړی چې د یو ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره به د ځینو ګوندونو له مشرانو سره خبرې وکړي.

د نواز شریف مسلم لیګ او پیپلز ګوند په ۲۰۲۲ کال کې له واکه د عمران خان له لرې کېدو وروسته ایتلافي حکومت جوړ کړ. شهباز شریف د ایتلافي حکومت د لومړي وزیر نواز شریف ورور و.

د اصف زرداري زوی بلاول بوټو زرداري د دغه حکومت د بهرنیو چارو وزیر و.

په ورته وخت کې د تحریک انصاف ګوند پخواني صدراعظم او زنداني شوي مشر عمران خان هم ادعا کړې چې د ده د ګوند ملاتړي نوماند د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې دوه پر درېیمه څوکۍ ګټلي دي.

د لومړنیو پایلو له مخې، د تحریک انصاف ګوند په ګډون خپلواکو نوماندانو ۹۷ څوکۍ، د مسلم لیګ ګوند نواز څانګې ۶۶ څوکۍ او پیپلز ګوند ۵۱ څوکۍ ګټلې دي.

په پاکستان کې د عامو ټاکنو له ترسره کېدو نږدې دوه ورځې تېرې شوې، خو لا هم وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا