اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د سولې د مذاکرې افغان پلاوي له لوړپوړو امنيتي مقاماتو سره ناسته وکړه

په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو د افغان پلاوي هئيت د دغه پلاوي د رييس په مشري د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د امنيتي سکتور له لوړپوړو مقاماتو سره چې مشري يې د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب کوله، وکتل.

د ملی امنیت د شورا دفتر د راپور له مخی، په دې ناسته چی نن پنجشنبی د مرغومي ۱۱مه نیته ترسره شوه، ښاغلي معصوم ستانکزي او ورسره هيئت له طالبانو سره د شويو خبرو جزئيات وړاندې کړل.
له افغان پلاوي سره د هېواد د امنيتي وضعيت، سيمه‌يیزې اجماع، جنيوا کنفرانس او نړيوال ملاتړ په اړه خبرې وشوې.
د دې تر څنګ مذاکراتي پلاوي ته ډاډ ورکړل شو چې افغانستان ته د سولې او ثبات په راوستلو او د روانو مذاکراتو د دوام په ټولو هڅو کې حکومت د دوی تر شا ولاړ دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا