اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

له تاجیکستان سره د برښنا رسولو قرارداد د یوه بل کال لپاره تمدید شو

ډید خبري اژانس: د برښنا شرکت له تاجیکستانه د برېښنا د واردولو قرارداد تر ۲۰۲۴ کال پورې غځولی دی.

د برشنا د معلوماتو له مخې، دغه قرارداد د ياد شوي شرکت د اجرايي رييس محمد حنيف حمزه او په ترکيه کې د تاجیکستان د برېښنا شرکت له مشر محمد عمر آسوزاده سره د ليدنې پر مهال لاسليک شو.

د برشنا په خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبه (د جدی ۶مه) خپره شوې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو له تاجیکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو په اړه هم خبرې وکړې او تاجیکستان په دې برخه کې لېوالتیا ښودلې ده.

د برشنا د خبر له مخې، د دغه شرکت مشر له تاجیکستانه وغوښتل چې د «کاسا یو زره» پروژې په بیا پیل، همغږۍ او تطبیق کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د «کاسا یو زری» په پروژه کې به د قرغزستان او تاجیکستان برېښنا د ۱۲۵۰ کیلومترو په اوږدوالي د انرژۍ د لېږد لین له لارې افغانستان او پاکستان ته ولېږدول شي.

د دې پروژې کار د ۲۰۱۸ کال په پای کې په افغانستان کې پیل شو؛ مګر ظاهرا دا پرته له کوم پرمختګ څخه په ټپه ولاړه ده.

اوس مهال افغانستان تر ډېره له ګاونډیو هېوادونو څخه پر وارداتي برېښنا متکي دی. دغه هېواد له ازبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران څخه برېښنا واردوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا