افغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني د امریکا د پوځ مرکزي قومندان سره وکتل

د افغانستان جمهور رییس محمداشرف غني نن ماښام د امریکامتحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنتکام) قومندان جنرال مک کینزي سره، وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د چارو ادارې لوی رئیس، د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان او د امریکا متحدو ایالتونو سفارت شارژافیر حضور درلود، دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.

جنرال مک کینزي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې، یو ځل بیا د امریکا متحدو ایالتونو دوامدار تعهد څرګند کړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا