اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

ملګري ملتونه: د بودیجې د نشتوالي له امله لس میلیونه نور خلک له مرستو بې برخې شوي

دید خبري آژانس د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د پرله پسې کمښت له کبله ۱۰ میلیونه نورو کسانو ته د مرستو وېش بند کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام نن په یوه ټویټ کې ویلي چې دوی کولی شي په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو څخه یو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

دغه سازمان لیکلي چې سږکال یې په افغانستان کې لس میلیونه خلک د «ژوند ژغورنې مرستو» له ترلاسه کولو ډډه کړې وه.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې دې مسلې د افغانانو اندېښنې او مایوسي لاپسې ژوره کړې ده.

دغه بنسټ په افغانستان کې د «ناورین» د مخنیوي لپاره د خوراکي توکو د مرستو دوام یو «کوچنی ګام» ګڼلی او په دې برخه کې یې د وخت له ضایع کېدو خبرداری ورکړی.

سږ کال نړیوالو سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې زیانمنو شویو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د بودیجې د کمښت له امله به ناوړه پایلې ولري.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۲۹.۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په دغه هېواد کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا