اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

کولمبیا د اسراییلو سفیر وشړل

دید خبری آژانس د خبر له مخې: د کولمبیا د بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد کښې د اسرائیلو د رژیم له سفیر څخه غوښتی دی چې له کولمبیا څخه ووځی.

د کولمبیا د بهرنیو چارو وزارت بیا هم په دغه هیواد کې د اسرائیلو د رژیم له سفیر څخه غوښتي چې بښنه وغواړي او همدارنګه له کولمبیا څخه ووځي.

دا غوښتنه د کولمبیا د ولسمشر ګوستاو پیترو وینا ته د اسرائیلي رژیم د سفیر له غبرګون وروسته شوې ده.

د کولمبیا ولسمشر د حماس بریدونو ته د اسراییلو غبرګون د نازي جرمني حکومت لخوا د یهودانو له ځورونې سره پرتله کړ.

په تیرو لسو ورځو کښې اسراییلی رژیم په غزه کښې په بمباریو او د اوبو او بریښنا، د تیلو، درملو او ټول بشردوستانه شیانو په پرې کولو سره په زرګونو فلسطینیان شهیدان کړی دی.

اسراییلي رژیم تر اوسه د غزې د اقتصادي محاصرې د لیرې کولو لپاره د ملګرو ملتونو او بشري سازمانونو غوښتنې ته پام نه دی کړی.

په همدې حال کې ځینو هیوادونو چې د اسرائیلي رژیم ملاتړي دي هم د غزې د تړانګې له خلکو سره د بشري چلند غوښتنه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا