اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

سالنګ د څلورمې ورځې لپاره هم تړل شوی دی

دید خبري آژانس: د سالنګ لویه لار له څلورو ورځو واورې ورېدو وروسته د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د فواید عامې سرپرست وزارت نن یکشنبه (۱۳ کب) وویل، چې د سالنګونو په بېلابېلو سیمو کې له ۱،۵ تر ۳ مترو پورې واوره ورېدلې او تر اوسه پر دغې لویې لارې ۲۵ واوره ورېدلې ده.

سالنګ د افغانستان یوه له مهمو لویو لارو څخه ده. دغه لار د افغانستان د شمال او شمال ختیځ نهه ولایتونه او څلور سوداګریز بندرونه سره نښلوي. سالنګ د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د مالونو په لېږد کې مرسته کوي او سوداګرو ته اسانه کوي.

په تېرو څو اوونیو کې دا دویم ځل دی چې د سالنګ لویه لار تړل کېږي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند جانان سایق په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، بدخشان، هلمند، غور، لغمان، اروزګان، زابل، پکتيا، پکتيکا، خوست او سمنګان په ګډون لږ تر لږه ۲۰ ولایتونو کې سخت اورښتونه شوي او په کې ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

د هغه په ​​وينا، په تېرو ١٢ ورځو کې د سختو بارانونو او واورو له امله لږ تر لږه ٢٠ کسان مړه او ١٤ نور ټپيان شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا