اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

له بدخشان څخه تر چین پورې د سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې

ډید خبري اژانس: د بدخشان والي محمد ایوب خالد وايي، د پامیر سړک چې افغانستان د بدخشان له لارې له چین سره نښلوي، لومړنۍ چارې بشپړې شوې دي.

د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په دې وروستيو کې له اکس کې ويلي و، چې له چين سره تر پولې پورې د پامير خرد سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې او اوس به د ياد سړک د ډيزاين چارې پيل شي.

ايوب خالد دا هم وويل، چې افغانستان اوس په رسمي ډول د دغه ولايت له لارې له چين سره نښلول شوى دى.

تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د افغانستان او چین ترمنځ د سړک د جوړولو پر دوام ټینګار کړی و.

په عین حال کې ویل کیږي چې د طا-لبانو په دننه کې د مختلفو ډلو ترمنځ هڅې روانې دي چې د دې احتمالي ګټورې سوداګرۍ او ټرانسپورټ لارې کنټرول ترلاسه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا