اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

پاکستان: د القاعدې د مشر په وژلو کې یقیناً موږ هیڅ رول نه درلود

دید خبری آژانس: امریکا په کابل کی د القاعدی مشر ایمن الظواهری د CIA د ډرون په مرسته وواژه. د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريد ښيي چې دغه هېواد د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره له افق څخه د عملياتو د ترسره کولو توان لري او تر ټولو مهمه دا چې په افغانستان کې د فزيکي شتون اړتيا نه لري.

پاکستان: د القاعدې د مشر په وژلو کې یقیناً موږ هیڅ رول نه درلود

د القاعدې د مشر وژل چې پر سر یې ۲۵ میلیونه ډالره جایزه ټاکل شوې وه، دا پوښتنې راپورته کړې چې سي آی اې دغه عملیات څنګه ترسره کړل. له افغانستان څخه د امريکا په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته سي آی اې په پاکستان او افغانستان کې کومه اډه نه لري.
داسې ګونګوسې دي چې ښايي پاکستان د القاعدې د مشر په له منځه وړلو کې رول لوبولی وي. دا ګنګوسې په کابل کې د سي آی اې له برید څخه ۴۸ ساعته مخکې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د سنټ کام د کمانډر تر منځ د ټیلیفوني خبرو له لارې زیاتې شوې.
د پاکستان یوې حکومتي سرچینې چې له دې موضوع سره آشنا دی، ایکسپریس ټریبیون ته وویل: «د [ایمن الظواهري] وژنه د افغانستان داخلي مسئله ده. پاکستان هیڅ رول نه درلود. دوی [امریکا] په سیمه کې ډېر انتخابونه لري. «په هرصورت، دا [ډرون] د پاکستان له فضا څخه یا له هغې څخه الوتنه نه وه کړې.»
د امریکا لخوا د پاکستان د خاورې او هوايي حریم کارول د تیر کال په اګست میاشت کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو راهیسې یوه جنجالي مسله ده.
باید وویل شي، چې له افغانستانه د امریکا تر وتلو وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د بایډن اداره غواړي په سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره د هوايي اډې په جوړولو سره له پاکستان سره تړون لاسلیک کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا