اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د ایران سفارت: د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد د پوځي اقدام ملاتړ نه کوو

ډید خبري اژانس: په کابل کې د ایران سفارت وايي، دغه هېواد له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د افغانانو د بېلابېلو ذوقونو هرکلی کوي.

په کابل کې د ایران سفارت په دې وروستیو کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تهران به د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد د هېڅ ډلې د پوځي اقدام ملاتړ ونه کړي.

دغه سفارت په دې خبرې سره چې له څه دپاسه څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان د خلکو د بیلا بیلو ذوقونو لپاره د ایران اسلامي جمهوریت پرانیستی دی، وویل: ایران به د هیڅ ډلې له خوا د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا په وړاندې د پوځي اقدام ملاتړ ونه کړي.

د دغه سفارت ویاند زیاته کړه: په حقیقت کښې خپلواکی، ځمکنۍ بشپړتیا، مشروع حاکمیت، له تبعیض پرته ګډون، ثبات، د خلکو هوساینې، پرمختګ او ښه ګاونډیتوب د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنی سیاست اساسی او تلپاتې اصول دی.

باید وویل شي، چې د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي څه موده وړاندې د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي و، چې دغه هېواد په افغانستان کې د هېڅ ډلې ملاتړ نه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا