اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهورزش او ځوانانټولنه

د متوسطې طبقې څخه د غریبو طبقو ته د افغانانو د مهاجرت چارت بدلول

دید خبري آژانس: راپورونه وايي له هغه راهیسې چې طا-لبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د افغانانو د کډوالۍ بهیر له منځنۍ طبقې څخه د ټولنې بې وزله طبقو ته بدل شوی دی.

د یوزونچو ییل په پوهنتون کې د نفوسو او مهاجرت د مطالعاتو د مرکز مشر پروفیسور اورهان ډینیز ویلي دي چې په وروستیو میاشتو کې ترکیې ته د مهاجرو په ځانګړې توګه د افغان اتباعو پېژندنه بدله شوې ده.

ډینیز آناتولي ته وویل: کله چې طا-لبان واک ته ورسیدل، د افغاني ټولنې د منځنۍ او لوړې طبقې خلک وتښتیدل، له ملکي مامورینو نیولې تر پولیسو، ښوونکو، پوځي افسرانو او ډاکټرانو پورې؛ د وخت په تیریدو سره، دا پروفایل د ټولنې د غریبو طبقو خلکو ته بدل شوی.

د هغه په ​​وینا د ناقانونه کډوالو لویه برخه تنکي ځوانان یا د ۱۷ او ۳۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

په تیرو وختونو کې خلک د امنیتي اندیښنو له امله له افغانستانه وتلي وو.

خو د کډوالۍ د چارو دغه کارپوه وايي: نن سبا ډېری کډوال اقتصادي انګېزه لري او د کار په لټه کې دي.

وان پوله چې د ترکیې او ایران تر منځ تر ټولو اوږده سرحدي کرښه ده، له افغانستان څخه د ناقانونه کډوالو اصلي مرکز بلل کېږي.

ډینیز زیاته کړه چې د پولې دیوال لا تر اوسه د جوړیدو په حال کې دی او د شکمنو مهاجرو قاچاق وړونکو په وړاندې د ګزمو او عملیاتو زیاتوالي د غیرقانوني مهاجرتونو شمیر کم کړی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې انقرې تیر کال ټولټال ۱۲۴  زره غیرقانوني کډوال شړلي دي.

باید وویل شي، چې ترکي رسنیو په دې وروستیو کې خبر ورکړی، چې دغه هېواد ۶۲ افغان کډوال نیولي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا