اسلایدشوروستي خبرونهسیاست

له مظاهره چیانو سره د امنیتي ځواکونو د تاوتریخوالي له لامله د بلخ د والي غبرګون

عطا محمد نور، د بلخ والي او  د جمعیت اسلامي افغانستان د ګوند اجرايي رییس، له مظاهره چیانو سره د امنیتي ځواکونو د تاوتریخوالي له لامله تند غبرګون ښوولی دی . د بلخ والي د کابل د پرونیو لاریونونو په باب په یوه بیانیه کې ویلي دي : د خلکو مسالمت آمیز او مدني یون،د امنیتي ځواکونو له غیر دموکراټیک او له تاوتریخوالي ډکې کړنې سره مخ شو.

عطا محمد نور د پرونۍ ورځې له قربانیانو سره د غمرازۍ ترڅنګ ویلي دي :دا چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه ژمنه لري، چې له ولسواکۍ، د بیان له آزادۍ او مدني حرکتونو پالنه او ساتنه وکړي؛نو د حرکتونو ځپل له ولس واکۍاو د ولس واکۍ له نظام سره په ټکر کې دی او د خلکو پر خلاف دا چار د اصولو او قوانینو خلاف چار ګڼم.

د جمعیت اسلامي ګوند اجرايه رییس په ادامه کې ویلي دي : د افغانستان د حکومت دې پام وي، چې عدالت غوښتونکي حرکتونه هېڅکله د نظام د راپرځوله په موخه نه ترسره کېږي؛ بلکې پایله یې نظام پیاوړتیا او له غمیزو وتلار ده.

ښاغلي نور همداراز ویلي دي : د افغانستان حکومت دې ژر تر ژره هغه ځوانان له بنده ازاد کړي، چې امنیتي بنسټونو نیولي دي او نوره دې د خلکو غوسه نه راپاروي .

هغه  په ادامه کې ټینګار کړی دی : د افغانستان حکومت دې د نننیو تاوتریخوالي د لاملینو په پېژندو،بندي کولو او محاکمه کولو ژر تر ژره لاس پورې کړي او که د خلکو پر حق غوښتنې و نه منل شي؛ نو له هغوی سره په سلامشور به ورسره عمل وکړو.

ویل کېږي، چې پرون په پلازمینه کابل کې د هغو لاریون له کبله، چې د زبیق څلور لارې د شهیدانو د دادخواهۍ په موخه ترسره شوې وه، ۷ تنه مظاهره چیان ووژل او په لسګونو نور ټپیان شول .

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا