افغانستانبشری حقونهروستي خبرونهنړۍټولنه

د بشري حقونو په شورا کې د قطر د استازي په افغانستان کې پر داخلي تړون ټینګار

د ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د قطر استازی وايي چې په افغانستان کې باید داخلي توافق او ملي پخلاینه وشي.

د بشري حقونو په شورا کې د قطر د استازي په افغانستان کې پر داخلي تړون ټینګار

د قطر استازي جویرة السویدي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې په افغانستان کې پر داخلي تړون ټینګار وکړ.
قطري سرچینو د یکشنبې په ورځ (د سرطان ۱۲مه) د نوموړي له قوله خبر ورکړ چې نوموړي د نجونو د زده کړو په برخه کې د طا-لبانو کړنې منفي بللې او د نجونو د تعلیم پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.
هغه دا هم وويل، چې د نجونو د ښوونځيو تړل کېدل پر بشري حقونو، پرمختګ او د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز کوي.
هغه په ډاګه کړې، چې د افغانستان پرمختګ د ټولنې پر ټولو برخو په ځانګړې توګه پر ښځو، نجونو او ماشومانو د شته ناورین د بشردوستانه اغېزو د کمولو لپاره د اغېزناکو او بیړنیو اقداماتو ترسره کولو ته اړتیا لري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طا-لبانو له یوې خوا تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او له بلې خوا په افغانستان کې دننه په څو جبهو کې په جګړه بوخت دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا