اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

خلیلزاد: امریکا نه پوهېږي چې له طا-لبانو سره څه وکړي

ډيډ خبري اژانس: د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوحې د هوکړې پر بشپړ تطبیق ټینګار کړی دی.

خلیلزاد: امریکا نه پوهېږي چې له طا-لبانو سره څه وکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې په یوه پروګرام کې ویلي چې له طا-لبانو سره د دوحې د هوکړې ځینې برخې نه دي عملي شوي.
خلیلزاد: ځینې برخې یې عملي شوې، ځینې برخې یې نه دي عملي شوي. موږ باید بیرته لاړ شو او طا-لبانو ته ووایو چې راځه چې نیمګړی کار پای ته ورسوو.
نوموړي دا هم ویلي، چې افغانستان د یوه ناکام هېواد په توګه د امریکا په ګټه نه دی.
دغه افغان-امریکایي دیپلومات دا هم ویلي، چې دی خوشبین نه دی، چې طا-لبان به د یوه ټول شموله حکومت پر لور حرکت وکړي او یا به د ښځو حقونه تضمین کړي، خو د طا-لبانو تر منځ پر دې موضوع جدي خبرې روانې دي.
د خلیلزاد په وینا امریکا لا هم له دې ننګونې سره مخ ده چې له طا-لبانو سره څه وکړي.
د امریکا پخواني استازي په دې خبرې سره چې د طا-لبانو په رسمیت پیژندل د میز پر سر انتخاب نه دی، زیاته کړه: ایا موږ هغوی منزوي کوو او که نه؟ ایا موږ دوی فشار راوړو؟ د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او ټول شموله په اړه سم کار وکړئ. زه فکر کوم چې دا ننګونه پاتې ده.
په همدې حال کې طا-لبان وايي چې دوی لا هم د دوحې تړون ته ژمن دي او د هوکړې له مخې یې خپلې اړوندې برخې عملي کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا