اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر له ۲۹ میلیونو څخه زیات شو

دید خبري آژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې په افغانستان کې د وچکالۍ، سېلابونو او ناامنیو له امله د اړمنو کسانو شمېر ۲۹،۲ میلیونو ته لوړ شوی دی.

یونیسف په دې وروستیو کې په یوه بیان کې خبرداری ورکړی، چې اقتصادي بحران به په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام وکړي او ۶۴ سلنه افغان کورنۍ به ونه شي کولای خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

دغه بنسټ همداراز ټینګار کړی چې له دغه بحران سره د مقابلې لپاره ۱.۴۵ میلیارده ډالرو بودجې ته اړتیا ده.

د یونیسف په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې که د مرستندویه موسسو له خوا اړینې مرستې ونه شي، نو په ۲۰۲۳ کال کې به شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانان د بشري مرستو له ترلاسه کولو بې برخې شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق زیاته کړه: د هغو کسانو شمېر چې محافظتي خدمتونو ته اړتیا لري له ۲۰،۳ میلیونو څخه ۲۲،۱ میلیونو ته لوړ شوی دی.

د یونیسف د معلوماتو له مخې شاوخوا ۸،۷ میلیونه افغان ماشومان هم د پوهنې په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.

له بلې خوا په افغانستان کې د کارګر ماشومانو شمېر هم ۷ سلنه لوړ شوی دی.

دې ادارې دا هم یادونه کړې: سره له دې چې د خوراکي خوندیتوب لید کې لږ زیاتوالی راغلی، تمه کیږي چې له می څخه تر اکتوبر پورې به له ۱۵ ملیون ټنو څخه ډیر په بحران او د خوراکي توکو خوندیتوب کې وي.

په ورته وخت کې یونیسف له مرستندویه موسسو سره د ښځو او نجونو د کار کولو منع کول د یوې ننګونې په توګه یاد کړل او ویې ویل چې له تعلیم او تربیې څخه د هغوی محرومیت له نادولتي موسسو سره د ښځو د همکارۍ د مخنیوي ترڅنګ د زیان منونکو ښځو او ماشومانو لپاره د مرستو رسولو بهیر له خطر سره مخامخ کړی دی.

دغه بنسټ په ۲۰۲۳ کال کې د طا-لبانو له خوا د بیروکراټیکو خنډونو د زیاتوالي اعلان وکړ او ویې ویل چې دغه خنډونه به اړمنو ته د مرستو رسولو بهیر ګډوډ کړي.

باید وویل شي، چې نړیوالو سازمانونو د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا