اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

امریکایی چارواک: امریکا په افغانستان کې یو ستر روغتیايي مرکز جوړوي

سره له دې چې امریکا د طا-لبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستان سره د پخوا په شان مرستې نه کوي، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي چې په افغانستان کې یو ستر روغتون جوړوي.


د افغانستان لپاره د امریکا سفارت، چې اوس د قطر له دوحې فعالیت کوي، پرون (جمعه) وویل چې د متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیا اداره USAID په افغانستان کې د کرونا او نري رنځ ناورغیو د درملنې لپاره پر یوې سترې روغتیايي پروژې کار کوي.
دا روغتیايي پروژه په افغانستان کې د USAID له خوا د طبي علومو د موسسې په همکارۍ فعالیت کوي. دا پروژه د نري رنځ یا توبرکلوز د تشخیص، وقايې او درملنې او د کووید۱۹ ناروغۍ پرضد د واکسین د چمتو کولو په برخو کې کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو د کمېدو له کبله زرګونه روغتیايي کلینیکونه بند شوي او میلیونونه افغانان له رو غتیايي خدماتو بې برخې شوي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا ستر روغتیايي مرکز د افغانستان په کومه برخه کې په څومره مالي لګښت جوړېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا