اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د اسلامي همکاریو سازمان: کابل ته مو یو پلاوی استولی چې په اسلام کې د زغم په اړه خبرې وکړي

دید خبري آژانس: د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې کابل ته یې د دیني عالمانو یو پلاوی استولی، څو له طا-لبانو سره د «اسلام کې د زغم او اعتدال، د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار» په اړه خبرې وکړي.

د دغه پلاوي په تشکيل کې د اسلامي فقهې د نړيوالې اکاډمۍ او د اسلامي نړۍ د نورو ديني بنسټونو يو شمېر علماء شامل دي، چې په تېرو دوو ورځو کې يې په کابل کې له لوړ پوړو طا-لب چارواکو سره کتلي دي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې په کندهار کې د طا-لبانو مشر هبت الله اخندزاده به له دغه پلاوي سره وګوري او که نه.

د وزیراعظم سیاسي مرستیال عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د اسلامي همکاریو د سازمان د علماوو له پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې د جمعې په ورځ د دغه دفتر له خوا په یوه (ټویټر) خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغو علماوو وویل چې «اسلامي نړۍ په افغانستان کې دایمي ثبات غواړي او د جګړې ملاتړ نه کوي».

عبدالکبیر دوی ته دا هم وویل: «په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې ده، ژبني، قومي او مذهبي اختلافاتو ته هېڅ ځای نشته او د افغانستان پر خاوره د یو قوي اسلامي نظام حاکمیت دی».

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې تحلیلي راپور کې ویل شوي چې د هبت الله اخندزاده په مشرۍ د طا-لبانو حکومت د ۱۹۹۰ لسیزې په څېر «پښتني پلوه او استبدادي خاصو پالیسیو» ته راستون شوی او د طا-لبانو مشر په ویاړ سره «پښتانه متعصب او استبدادي سیاستونو د بهرنی فشارونو په وړاندې د خپلو پالیسیو په سمون کې مقاومت کوي».

د اسلامي همکاریو د سازمان د دیني عالمانو پلاوي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره هم وکتل.

دا په داسې حال کې ده چې له دوو کلونو راهیسې پر نجونو او ښځو له زده کړو او کار کولو بندیز لګول شوی او طا-لبان خپل حکومت ټول شموله ګڼي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا