اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

برتانیې د خپلو پوځیانو له خوا د افغان اتباعو د وژلو په اړه د تحقیقاتو اعلان وکړ

ډيډ خبري اژانس: د بريتانيا حکومت وايي، د خپلو ځانګړو ځواکونو له خوا د افغان اتباعو د وژلو په اړه به پلټنې پيل کړي.

په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو د حضور پر مهال د لسګونو افغانانو په وژلو کې د برتانوي ځانګړو ځواکونو د لاس لرلو په اړه د ادعاوو په اړه څېړنې پیلېږي.

دا خپلواکه څېړنه د برتانیې د دفاع وزارت په امر ترسره کېږي او په پام کې ده چې د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو ۵۴ افغانان په ناقانونه توګه وژلي دي.

ټیسا ګریګوري، چې د ۲۹ وژل شویو کسانو د کورنیو استازیتوب کوي، وویل چې د هغې موکلین هیله لري چې دا څیړنه به د دې قضیې په اړه د چوپتیا دیوال پای ته ورسوي او هغه پوښتنو ته ځواب ووایي چې د یوې لسیزې راهیسې راپورته شوي.

یوه څېړنه ښيي چې ښايي د برتانیا د ځانګړي خدماتو (SAS) له خوا ۸۰ ملکي افغانان وژل شوي وي.

د يادونې وړ ده، چې استراليا هم د افغان اتباعو د وژنې په اړه پلټنې پيل کړې وې، خو تر اوسه يې کومه مثبته پايله نه ده موندلې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا