اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره په ارګ کې وکتل.

د ارگ د راپور له مخی، په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سیمې او نړۍ پر روان وضعیت، د سولې پروسې او له ایران او د سیمې هیوادونو سره د همکاریو د شته فرصتونو په اړه خبرې او د هغو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان له افغانستان سره د ایران د همکاریو د پیاوړتیا او اړیکو د پراختیا په اړه خبرې او د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ وکړ.
جمهوررئیس غني محمد ابراهیم طاهریان ته د ښه راغلاست پرمهال د افغانستان، ایران اوسیمې هیوادونو لپاره د اقتصادي برنامو لپاره قوي اجماع لرلو ته په اشارې په ټینګار وویل، دغه اجماع باید زموږ په کاري دستور کې قرار ولري.


جمهوررئیس وویل، افغانستان له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره د نېکو اړیکو غوښتونکی دی او له شک پرته زموږ هیواد سولې ته ژمنتیا لري، تاوتریخوالی او ترورېزم نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې هیوادونو لپاره خطر دی . له ترورېزم او د نشه یي توکو قاچاق سره د مبارزې پیاوړې اجماع باید رامنځته کړو.
د هیواد جمهوررئیس په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو فعالیتونو ته په اشارې وویل، ترهګرو ته باید د یوې او دوو ډلو په سترګه ونه کتل شي، دا یو تروریستي نظام او د القاعده، داعش او نورو لسګونو ګروپونو مجموعه ده چې د افغانانو او د سیمې هیوادونو ګټې ګواښي. هغه زیاته کړه، په سیمه کې د ترورېزم د خطرونو په اړه باید واضح تعریف رامنځته شي، ځکه دغه شبکې ټولې همفکره دي او هڅه کوي په سیمه کې ځانته خوندي ځایونه پیدا کړي.
جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو یادونه وکړه چې په لوړ ظرفیت د خپلو خلکو دفاع کوي او د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره قرباني ورکوي. د سیمې هیوادونه دې هم د افغانستان په څېر په اخلاص او پیاوړې اراده له ترورېزم او د نشه یي توکو جرمي شبکو سره مبارزه وکړي.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې د افغانستان په اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي فرصتونو خبرې وکړې وې ویل، افغانستان د مرکزي اسیا او د سیمې د اتصال تګلارې عملي کولو وړتیا لري او له دې فرصتونو څخه باید استفاده وشي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا