اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

افغانستان د ښځو د پرمختګ په برخه کې وروستی ځای خپل کړ

دید خبری آژانس: افغانستان د ښځو د پرمختګ په برخه کې د نړۍ د ١٧٧ هېوادونو په کتار کې وروستي ځاى خپل کړى دى.

د جورج ټاون انسټیټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ د موندنو له مخې افغانستان د ښځو د پرمختګ په برخه کې د ۱۷۷ هېوادونو په منځ کې تر ټولو ټیټه درجه لري.

د دغې څېړنې څېړونکو د نړۍ له ۱۷۷ هېوادونو څخه معلومات راټول او تحلیل کړل او په دې موخه یې ټولټال ۱۳ شاخصونه په پام کې نیولي، چې په هغو کې له تعلیمي او د کارموندنې له قوانینو څخه نیولې په هېوادونو کې د امنیت او تاوتریخوالی تر ټولو پراخه موضوعګانې شاملې دي.

د دې څیړنې بیاکتنه ښیې چې د «ښځې کیدو» لپاره په نړۍ کې ترټولو غوره هیوادونه په عمده توګه په اروپا کې موقعیت لري؛ که څه هم په دې وچه کې د مختلفو سیمو ترمنځ د پام وړ توپیرونه شتون لري.

دې څیړنې دا هم ښودلې چې په هغه ټولنو کې چې ښځې پکې ښه دي د نورو هیوادونو په پرتله ډیرې سوله ایزې، ډیموکراټیکې او سوکاله ټولنې دي او د اقلیم بدلون سره د موافقت لپاره ډیر چمتو دي.

په ورته وخت کې چې دا راپور خپور شو، د دې څیړنې څیړونکو د زورواکۍ زیاتوالي، د ډله ایزو بې ځایه کیدو، ویجاړونکو وسله والو جګړو او د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ پایلو ته په اشارې سره خبرداری ورکړ چې دا ستونزې د ښځو موقف هم کمزوری کوي. په هیوادونو کې د څو لسیزو پرمختګونو د شاته کولو لپاره جدي ګواښونه دي.

د دې درجه بندۍ له مخې، د ښځو لپاره د نړۍ په کچه لس غوره هیوادونه دي: ډنمارک، سویس، سویډن، فنلینډ، لوګزامبورګ، آیسلینډ، ناروې، اتریش، هالینډ او په پای کې نیوزیلینډ.

د جدول په پای کې لس هیوادونه دي: عراق، سومالیا، سواتیني (جنوبي افریقا)، سوریه، بروندي، جنوبي سوډان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، د مرکزي افریقا جمهوریت، یمن او په پای کې افغانستان.

باید وویل شي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم په افغانستان کې د ښځو پر ناوړه وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا