اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

د قرآن سپکاوی؛ د سویډن کمیټې له طا-لبانو سره د خبرو غوښتنه وکړه

دید خبري آژانس: له هغه وروسته په افغانستان کې د سویډن کمیټې فعالیت په دغه هیواد کې د قرآن کریم د سپکاوي له امله ودرول شو، دا کمیته د طا-لبانو سره د خبرو غوشتنه کری ده.

په افغانستان کې د سویډن کمیټې د سه شنبې په ماښام (د سرطان ۲۰مه) اعلان وکړ چې هڅه کوي د طا-لبانو له چارواکو سره خبرې وکړي څو معلومه کړي چې آیا د دغې ډلې نوی فرمان به د دې سازمان پر فعالیتونو اغیزه وکړي او که نه.

دغه کمېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دا د سويډن په حکومت پورې اړه نه لري او يوه خپلواکه او بې پرې اداره ده چې له څلوېښتو کلونو راهيسې په دغه هېواد کې د اسلام او د افغانستان سيمه ييزو عنعناتو ته په ژور درناوي سره فعاليت کوي.

په همدې حال کې طا-لبانو پرون سهار اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د سویډن ټول فعالیتونه د قرآن کریم د سپکاوي له امله ودروي او تر هغه چې دغه هېواد له مسلمانانو بښنه ونه غواړي.

د سویډن کمیټې په خپله اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې قرآن ته هر ډول بې حرمتي په کلکه غندي، ځکه چې د مذهب، توکم، قومیت او نورو فرقو پر بنسټ د خلکو ترمنځ د شخړې او دښمنۍ د رامنځته کولو هر ډول هڅه غندي.

د سويډن کمېټې دغه راز وويل، چې تېر کال د ميدان وردګو او نورستان ولايتونو د دې کمېټې په کلينيکونو کې د ٢،٥ ميليونو ناروغانو درملنه شوې ده.

د سویډن کمیټې زیاته کړه چې د دې کمیټې په مالي مرسته جوړ شوي په ښوونځیو کې تر ۱۳۳ زره زیات ماشومان زده کړې کوي او له ۲۰ زره معلولینو سره مرسته کوي.

د سویډن کمیټې په خپله اعلامیه کې ویلي چې د دې ادارې اته زره کارکوونکي افغان اتباع دي او د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې کار کوي.

دغې کمیټې همداراز زیاته کړه چې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی.

طالبانو تر اوسه دغې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا