افغانستانروستي خبرونه

په بلخ کې په جومات کې پر ناستو کسانو ډزې

وسله والو د هېواد د شمالي ولايت بلخ په چمتال ولسوالۍ کې په يوه جومات کې پر ناستو کسانو ډزې کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۳ تنه وژل شوي دي.

ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازې ګلالۍ نور ساپۍ بي بي سي ته ويلي دي، چې وژل شوي کسان جومات کې ډوډۍ ته ناست وو، چې ډزې پرې وشوې. اغلې ساپۍ د بريد تر سره کوونکي وسله وال طالبان بللي دی.

د ساپۍ په وينا وژل شوي کسان په هيڅ امنيتي ارګان کې شامل نه وو، نه هم په سيمه‌ييزو پوليسو کې وو او نه د پاڅون کوونکو له ډلې سره. خو هغه وايي، چې دغه کسان «د بلخ د امنيتي مسوولينو پر لارښوونه سيمې ته د دولت له وسله والو مخالفينو سره د جګړې کرښې ته بېول شوي وو».

بي بي سي د بلخ د حوزوي ابن سينا روغتون د مشر ډاکټر نور محمد فيض له خولې ليکلي، چې مازديګر مهال د ۱۳ تنو مړي دوی ته وروړل شوي دي، چې ټول په ږوليو ويشتل شوي وو.

د سيمې خلکو د پېښې د پخلي تر څنګ ويلي، چې وژل شوي کسان د يوه پخواني قوماندان غلام حضرت ګرګډي کسان وو.

طالبانو د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستی او پر خپله رسمي وېبپاڼه يې ليکلي، چې تېره ورځ ماسپخين مهال شاوخوا يوه بجه يې د چمتال ولسوالۍ اړوند حاجي نادر سيمه کې د دريو مهمو قوماندانانو (ولايت خان، غلام سخي او خان جو) په ګډون ۱۲ تنه «اربکيان» وژلي او د هغوی وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا