افغانستانحکومتروستي خبرونهسیاست

د کابل د لویدیځ پر امنیتي او انکشافي طرحې بحث وشو

د دید خبری آژانس: د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ ناسته کې چې پرون ماښام په ارګ کې ترسره شوه، د کابل د لویدیځ پر امنیتي او انکشافي طرحې بحث او خبرې وشوې.


د ارگ خبرنامی پر بنست، په دغه ناسته کې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش او د جمهوري ریاست ستر سلاکار استاد محمد محقق هم حضور درلود، په پیل کې د یادې طرحې پر امنیتي برخې د بحث پرمهال پرېکړه وشوه چې د هیواد امنیتي ارګانونه دې پرې لازیات غور وکړي او د راتلونکو اقداماتو په موخه دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
همداراز په یاده ناسته کې د پلازمېنې زون او د جمهوري ریاست عملیاتي ادارو، د ملي پراختیا شرکت او کابل ښاروالۍ مسوولینو هم حضور درلود، د ذکر شوې طرحې پر انکشافي برخې خبرې وشوې.
ناستې پرېکړه وکړه، د ملي پراختیا شرکت په مشرۍ دې د کابل ښاروالۍ او پلازمېنې زون ادارې په غړیتوب یو ټیم د دغې طرحې انکشافي برخه په یوه اونۍ کې چمتو او د راتلونکو اقداماتو په موخه دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا