اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

محب: خبريالان د بیان د ازادۍ او د روښانتيا سپاهيان دی!

د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب د کب ۲۷ می د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د یو پیغام په لر کی، خبریالانوته د بیان آزادی او د روښانتيا سپاهيان بللی دی.


به دید خبری آژانس په رپوت، حمدالله محب د هیواد د ملی امنیت سلاکار نن چهارشنبی(۲۷ کب) د خبریال ملی ورځ درناوی وکره او خبريالان د ولسونو ژبې او خبريالي د حکومتونو او خلکو تر منځ د اړيکو او پوهاوي سرچينه او پته بللی دی.
محب وویل: زموږ په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو ازاد فعالیت د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د تېرو دوو لسيزو یوه له مهمو لاس ته راوړنو شمېرل کېږي.
د ملی امنیت سلاکار په فکر، حکومت تل د خلکو د غږ د منعکسولو په موخه د رسنیو او خبريالانو ملاتړی دی او د دې لپاره یې بېلابېلې تګلارې جوړې کړې چې خلک په اطلاعاتي خلا او ابهام کې پاتې نه شي.
هغه ویل: موږ پر دې باور یو چې د بيان او رسنیو ازادي هغه ارزښت دی چې د اجتماعي شعور او سياسي درايت په پياوړتيا کې بې‌ساری رول لوبولای شي.
محب تاکید وکره چی «په تاسف سره چې په روان کال کې افغان خبریالان او رسنۍ له یو شمېر ننګونو سره مخ شوې، ځکه تروریستان، د سیمې یو شمېر استخباراتي کړۍ او د افغانستان دښمنان چې د خبریالانو او رسنیو له ازاد فعالیته وېرېږي، نه غواړي خلکو ته د هغوی فعالیتونه افشا شي، خبریالان او رسنۍ یې هدف وګرځولې او تل د دې لاس ته راوړنې د تخریب هڅه کوي، خو د افغانستان اسلامي جمهوریت د خبریالانو او رسنیو ازاد فعالیت ته ژمن دی او ساتنه یې کوي».
خبريالان د بیان د ازادۍ د سپاهيانو په توګه د روښانتيا په دې مبارزه کې د عامه افکارو له تنویر، د عمومي شعور له لوړتيا او د ټولنيز پوهاوي له پياوړتيا سره مرسته کوي او ټولنه له اختناق، نفرت او افراطيته ژغوري.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ولسواکۍ ته د يو ژمن حکومت په توګه د بیان د ازادۍ د ارزښت د ساتنې تر څنګ خبريالانو ته ډاډ ورکوي چې تر شا يې ولاړ دی او د رسنیو په مرسته یې د خلکو له حنجرې د هر انتقاد، وړانديز او لارښوونې اورېدو ته غوږونه څک دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا