افغانستانحکومتروستي خبرونهسیاست

د ملي امنیت شورا غونډه، د ملی دفاع وزارت د سرحداتو د حفاظت طرحه، تایید وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه او په دی غونډه کې د ملی دفاع وزارت ده سرحداتو د حفاظت طرحه تایید وشوی.
د ارگ د راپور په مخی، په دغه غونډه کې د ملي امنیت شورا مخکېنیو مصوبو د تعقیب او تطبیق راپور وړاندې کولو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو عمل برنامې تطبیقې طرحې (APAPPS) او د هیواد د سرحدونو د امنیت او مدیریتي چارو په اړه د نویو تدابېرو په هکله بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې د ملي امنیت شورا د دارالانشا رئیس د ملي امنیت شورا د مخکېنیو مصوبو او پرېکړو د تطبیق او څارنې په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل، ځېنې پرېکړې او مصوبې تطبیق شوي او نورې د عملي کېدو په حال کې دي.

وروسته د ملي دفاع وزارت لوی درستیز د هیواد د سرحدونو د امنیت او مدیریتي چارو په موخه د نویو تدابیرو په اړه خپل راپور وړاندې کړ وې ویل، سرحدي ځواکونو چې مخکې یې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کاوه اوس ملي دفاع وزارت ته لېږدول شوي او ملي اردو د تجهیزاتو او روزنو له پلوه دوی ته مشخصې برنامې لري.
هغه زیاته کړه، دغه ځواکونه د ملي اردو د تشکیلاتو په معیار برابر شوي چې له انسجام او زیاتو تعلیماتو وروسته به بېرته تعبیه شي، ترڅو سرحدونه تر غوره پوښښ لاندې راشي.
په دې اړه د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وویل، ملي امنیت شورا د سرحدونو د امنیت د تامین په خاطر پر یوې پالیسۍ کار کوي چې د ټکنالوژۍ نویو ظرفیتونو او د خلکو ملاتړ ته په پام به، د سرحدونو امنیت زیات تامین شي.
جمهوررئیس غني د یادو راپورونو او خبرو له اورېدو وروسته د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان عمل پلان ته په اشارې وویل، په افغانستان کې سوله او ثبات په سیمه کې د سولې او ثبات لامل دی.
هغه زیاته کړه، سوله به د دې لامل شي چې د افغانستان او سیمې اقتصادي ودې او هوساینې لپاره به سترې اقتصادي پروژې ژر عملي شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، زموږ لیدلوری د دولت-ملت په حیث؛ د سیمه ییزه همکاریو، سوداګرۍ، ترانزیټ او سترو اقتصادي پروژو د عملي کېدو او پراختیا لیدلوری دی.
جمهوررئیس وویل، د افغانستان دولت هڅه دا ده چې خپل اقتصادي لیدلوری له پاکستان او د مرکزي اسیا هیوادونو او نورو ګاونډیانو سره شریک کړي.
د هیواد جمهوررئیس د خواف-هرات رېل پټلۍ ته په اشارې یو ځل بیا د سیمه ییز اتصال پر ارزښت ټینګار وکړ وې ویل، په افغانستان کې د سولې او ثبات په خاطر د سیمه ییزو همکاریو واضح چوکاټ پرته به، ننګونې په سیمه کې پر ځای پاتې شي.
هغه ټینګار وکړ سوله، ثبات، سیمه ییزه همکاري او انکشاف د سیمې هیوادونو ته مهم موضوعات دي او د پیاوړتیا لپاره یې سیمه ییزه اجماع ممده واقع کېږي.
جمهوررئیس غني د سرحدونو د ښه پوښښ په موخه د سرحدي ځواکونو د تعبیې او دوباره انسجام په خاطر د ملي دفاع وزارت طرحه تایید کړه.
د غونډې په پای کې څرګنده شوه د هیواد د سرحدونو په پوښښ کې له نوې ټکنالوژۍ څخه په استفادې به د قاچاق وړونکو او تروریستانو د تګ راتګ مخنیوی وشي. همداراز د نشه یي توکو قاچاق وړونکو او تروریستانو سره د مبارزې په برخه کې له ګاونډیانو سره پر فعالې ډیپلوماسۍ ټینګار وشو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا