اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالبنړۍ

پوتین په پاکستان کې نوی سفیر وټاکه

دید خبری آژانس: ولادیمیر پوتین په یوه فرمان کې البرټ خوریف په پاکستان کې د دغه هیواد د نوی سفیر په توګه وټاکه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۰۱۹ کال راهیسې په پاکستان کې د روسیې سفیره دانیلا ګنیچ له دندې ګوښه کړه.

د TASS په وینا، ولادیمیر پوتین پرون یو فرمان لاسلیک کړ چې البرټ خوریف یې په پاکستان کې د روسیې د نوي سفیر په توګه وټاکه.

په دغه حکم کې راغلي دي: البرټ خوریف د پاکستان اسلامي جمهوریت لپاره د روسیې فدراسیون د فوق العاده سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

په یوه بل فرمان کې دانیلا ګانیچ چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې په پاکستان کې د روسیې سفیره وه له دندې ګوښه شوې ده.

خوریف تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسیا د دوهمې څانګې مرستیال و.

هغه د افغانستان د څانګې مشر هم و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا