اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

د جمهوري ریاست د عالي مقام د فرمان په اساس د ښځو عالي شورا جوړېږي

جمهور رئیس محمد اشرف غني د اساسي قانون د څلورشپیتمې مادې له حکمونو سره سم، د ښځو عالي شورا د جوړېدو فرمان صادر کړ.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د اساسي قانون د څلورشپیتمې مادې له حکمونو سره سم، د ښځو عالي شورا د جوړېدو فرمان صادر کړ.
د دید خبری آژانس په رپوت، دغه شورا چې د ښځو ځواکمنېدل، د ښځو د حقونو د تامین او پراختیا په اړه د کورنیو او نړیوالو شریکانو ترمنځ همغږي، پالېسي جوړونه، د ښځو د حقونو په تړاو د نړیوالو تعهداتو تعقیب او تطبیق او د چارو ارزونه یې اساسي موخې دي، مشري به یې د فرمان پربنسټ جلالتماب جمهور رئیس کوي.
په فرمان کې د ښځو عالي شورا د دارالانشاء مسئولیت د ښځو چارو وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست ته سپارل شوی.
د فرمان په اساس د ولایتونو د ښځینه مرستیالانو، د ښځینه حقونو مدافعینو او مدني ټولنو په ګډون د شپږ ویشتو دولتي او نادولتي ارګانونو استازي به د ښځو د عالي شورا غړیتوب ولري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا