اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاست

د روسیې د هوايي چلند اداره: پریګوژین د نسکورې شوې الوتکې د مسافرینو په لیست کې دی

دید خبری اژانس: د روسیې د هوایی چلند فدرال ادارې تایید کړه چې د واګنر ډلې مشر یوګینی پریګوژین د نسکورې شوې الوتکې د مسافرینو په لیست کې دی.

روسي رسنیو د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د یوې الوتکې د لوېدو خبر ورکړی او د روسیې د هوايي ترانسپورت ادارې په حواله یې ویلي چې د الوتکې د سپرلیو په منځ کې د واګنر د خصوصي پوځ مشر یوګیني پریګوژین هم و.

د روسیې د هوانوردۍ ادارې په یوه بیان کې لیکلي: د امبرایر الوتکې د نسکورېدو په اړه چې پرون ماښام (تېره ورځ) د تورې په سیمه کې وشوه، څېړنې پیل شوې دي. د مسافرینو د لیست له مخې، په دې لیست کې د یوګیني پریګوژین نوم او تخلص شامل دی.

د دغه رپوټ له مخې د دغې الوتکې د لوېدو له امله د دغې الوتکې ټول ۱۰ تنه سپرلۍ ووژل شول.

دغه الوتکه د مسکو له شېرمیتیوو هوايي ډګر څخه سینټ پیټرزبورګ ته روانه وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا