اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

تاجیکستان د مسکو د غونډې له وروستۍ اعلامیې سره موافق نه دی

دید خبری آژانس د خبر له مخې: تاجیکستان د خپل مخالفت په اعلانولو سره د مسکو د غونډې وروستی بیان لاسلیک نه کړ.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، تاجیکستان په کازان کې د افغانستان په اړه د مسکو د وروستۍ غونډې د پایلو په اړه د بیانیې له یو شمېر موادو سره موافقه نه ده کړې.

کابلوف: موږ خپل کار پای ته ورساوه او نږدې ټولو د کازان اعالمیه لاسلیک کړه پرته له تاجیکستانه، ځکه چې زموږ تاجیک شریکان د اعلامیې په ځینو موادو اعتراض کوي.

د افغانستان په اړه د مسکو فورم په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره د هڅو د اسانه کولو په موخه جوړ شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا