اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

ایران: په افغانستان کې د ثبات لپاره باید ټول شموله حکومت جوړ شي

ډید خبري اژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د بې ثباتۍ د حل لپاره د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ناپییلي غورځنګ د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ د حل لاره د دې هېواد د ټولو قومونو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت جوړول دي.

پرون حسین امیرعبداللهیان هم د افغانستان د مالي سرچینو د خلاصون غوښتنه وکړه.

هغه په ​​افغانستان کې د څو لسیزو جګړو، بې ثباتۍ او کړکېچ د پای ته رسولو لپاره په دغه هېواد کې د ټولو قومونو ونډې ته په اشارې سره وویل.

د ناپییلو غورځنګ د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرون د اذربایجان جمهوریت په پلازمېنه باکو کې جوړه شوه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا