اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د مالیزیا بندرونه د اسراییلي کښتیو پر مخ تړل شوي

دید خبری آژانس: د راپورونو له مخې مالیزیا له خپلو بندرونو څخه د اسرائیلو د رژیم اړوند د بار وړونکو کښتیو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه.

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم په یوه بیان کې اعلان وکړ چې هغه جواز چې د اسرایلو ترټولو لوی بار وړونکي شرکت زیم ته یې د مالیزیا بندرونو کارولو اجازه ورکړې وه لغوه کړې ده.

ویل کیږي چې دغه اقدام په غزه کې د «بشري حقونو له اساسي اصولو» څخه د سرغړونې په غبرګون کې شوی.

د مالیزیا په بندرونو کې د اسراییلو لپاره ټولې کښتۍ د بارولو څخه منع دي.

د مالیزیا اکثره نفوس مسلمانان دي او دغه هیواد له اسرائیلي رژیم سره رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري او حکومت د دغو بندیزونو د عملي کولو لپاره تر فشار لاندې دی.

زیم کمپنۍ او د اسرائیلو رژیم تر اوسه د دغې پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا