اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

قاري فصیح الدین فطرت: د افغانستان هوايي حریم لا هم د امریکا په واک کې دی

ډيډ خبري اژانس: د سرپرست حکومت د وسله والو ځواکونو لوى درستيز وايي، د ځانمرګو بريدونو منحل شوې ډلې او غړي يې د پوځ په ځانګړو ځواکونو کې ګمارل شوي دي.

د سرپرست حکومت د وسله والو ځواکونو مشر فصیح الدین فطرت په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې ویلي وو چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د جمهوري نظام له سقوط سره به نور د شهیدانو او ځانمرګو کمپونه نه وي.

فطرت: دا کنډکونه منحل شوي او په عملي توګه شتون نلري.

خو نوموړي خبرداری ورکړ، چې که پر افغانستان بیا یرغل او سرغړونه وشي، ټول ځواکونه به یې پر وړاندې ځانمرګی وکړي.

نوموړي د دغو سرتېرو او ټانګونو د شمېر په اړه جزئيات ورنه کړل.

د سرپرست حکومت اردو رئيس يو ځل بيا ويلي، چې د امريکا له لوري د افغانستان هوايي حريم تر پښو لاندې کېږي.

نوموړي د کوم هېواد د نوم له اخیستو پرته زیاته کړه، چې امریکايي جنګیالي ښايي «له یوه ګاونډي هېواد څخه د افغانستان خاورې ته ننوځي».

په همدې حال کې سرپرست حکومت د ۱۴۰۰ کال د میزان په میاشت کې اعلان وکړ چې د سرحدونو د امنیت د تامین لپاره یې د «لشکر منصوري د شهادت کندک» په نوم پوځي قطعه جوړه کړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا