روستي خبرونهنړۍ

ټرمپ لا تر اوسه نه پوهېږي، چې امریکا ولې په افغانستان کې ده؟

امریکايي ولسمشر وايي دی غواړي پدې وپوهیږي چې ولی امریکا د ۱۷ کلونو راهیسې په پوځي توګه په افغانستان کې ښکلیه پاتې شوې ده.

دونالد ټرمپ د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼې کې له څلورو هغو امریکايي پوځیانو سره چې په افغانستان کې یې خدمت کړې د خبرو په مهال وویل”موږ به ځينې نظریات راغونډ کړو ځکه موږ هلته (افغانستان کې) یو، دا زموږ تر ټولو اوږده جګړه ده، موږ هلته له ډیرو کلونو راهیسي پاتي یو. موږ اوس هلته نږدې ۱۷ کاله پاتي شوي یو او زه غواړم دا وموندم چې موږ ولې د ۱۷ کلونو راهیسې هلته یو، حالات څنګه روان دي او د اضافي نظریاتو په توګه موږ باید څه وکړو“.

سپینې ماڼۍ ته د ښاغلي ټرمپ له ورتګ نه څه باندې شپږ میاشتي‌ تیریږي خو ده تر اوسه د افغانستان په اړه په تفصیل خبرې ندي کړي.‌

ولسمشر ټرمپ خپلو څلورو پوځي میلمنو ته په اشارې وویل ”ما له ډیرو خلکو نه ډیر نظریات اوریدلي، خو زه غواړم له هغو خلکو نه واورم چې په سیمه کې دي“.

تیره میاشت امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې ولسمشر ټرمپ د امریکا دفاع وزیر، جیم متیس، ته واک ورکړې چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمیر پریکړه وکړي.

دا مهال په افغانستان کې د امریکا څه باندې اته زره ځواکونه میشت دي او د دغو ځواکونو عمومي قومندان، جان نکلسن، ویلي چې جګړه بن بست ته رسیدلې او د حالاتو د قابو کولو لپاره باید زرګونه اضافي امریکايي پوځیان افغانستان ته واستول شي.‌

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا