اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

یاماموتو: د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې افغانستان ښه وځلېد

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی تادامیچي یاماماتو وايي، چې د ملګرو ملتونو په سږنۍ عمومي مجمع کې د افغان پلاوي سفر، چې مشري یې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب کوله بریالی او له لاسته راوړنو ډک و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی تادامیچي یاماماتو وايي، چې د ملګرو ملتونو په سږنۍ عمومي مجمع کې د افغان پلاوي سفر، چې مشري یې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب کوله بریالی او له لاسته راوړنو ډک و.
د دید خبری آژانس به رپوت، له ملي امنیت سلاکار سره په کتنه کې نوموړي وویل، چې ددې سفر په ترڅ کې افغان پلاوي وکړلای شوای خپل پیغام نړیوالو، د ملګرو ملتونو سرمنشي او ګڼو نورو اشخاصو او مرکزونو ته ورسوي.
د ملي امنیت سلاکار له ملګرو ملتونو په تېره بیا ښاغلي یاماماتو څخه ځانګړې مننه وکړه، چې د افغان ولس ترڅنګ پاتې شوي او په مختلفو برخو کې یې همکاري کړې. ده وویل، چې په عمومي ناسته او له سرمنشي سره کتنه کې یې هم دې ټکي ته اشاره وکړه او د افغان ولس په استازولۍ په راتلونکي کې هم ددې همکاریو د دوام غوښتونکی شو.
د ملګرو ملتونو استازي افغانستان ته له دې امله، چې د ټاکنو پروسه یې په بریالي ډول ترسره کړه مبارکي ورکړه. ده وویل، چې دا ټاکنې تر نورو ډېرې متفاوتې او شفافې وې او په امنیت ټینګولو کې یې ملي امنیتي ځواکونو فوق العاده رول ادا کړ.
ملي امنیت سلاکار وویل، چې افغان ځواکونو د ولسواکۍ او د خلکو د حق د ساتنې لپاره ستره سرښندنه وکړه او د دښمن پراخ پلانونه يې، چې ددې ورځې د ګډوډولو لپاره جوړ کړي و خنثی کړل، چې ددوی د ظرفیت د لوړېدو او توان د ډېرېدو څرګندونه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا