اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

په تهران کې د اسلامي وحدت کنفرانس جوړ شو

دید خبری آژانس: په کابل کښې د ایران سفارت د اسلامی وحدت د کانفرنس د ترسره کیدو او په دغه څو ورځنی کانفرنس کښې د څلورو واکمنو چارواکو د شتون اعلان وکړ.

په کابل کې د ایران سفارت نن سه شنبه (۸ میزان) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د واکمن ګوند ۴ غړي د اسلامي یووالي په کنفرانس کې د ګډون لپاره تهران ته تللي دي.

په اکس کې سفارت لیکلي چې په تهران کې د «اسلامي وحدت» په کنفرانس کې به د شیعه او سنیانو په شتون سره د «مسلمانانو د یووالي» په اړه بحث وشي.

د رپوټونو په اساس، د اسلامی مذهبونو د نزول د نړیوال فورم عمومی منشی حامد شهریاری وویل، د اسلامی وحدت د ۳۷م کنفرانس په تهران کښې د ۴۱ هېوادونو د څه د پاسه ۱۱۰ کسانو په ګډون سره د میزان د میاشتې له نهمې نیټې څخه تر ۱۱مې نیټې پورې دوام لری. د ویبینار بڼه به سبا پیل شي او «د یووالي اونۍ» تر پایه به دوام لري.

د دغه کنفرانس د پرانیستلو مراسم به سبا د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په حضور او وینا سره ترسره شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا