اسلایدشوروستي خبرونهسیاست

بوټو تهران ته ورسېده

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څو ساعته مخکې د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تهران ته ورسېد.

بوټو تهران ته ورسېده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته رسیدلی او ټاکل شوې چې له ایراني چارواکو سره دوه اړخیزې خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې ښاغلی زرداري به د دغه دوه ورځني سفر په ترڅ کې له ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او د هغوی د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړي.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې ایران او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړېدو ۷۵مه کلیزه لمانځي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا